د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۰۳

ټرمپ خپل مصری سیال عبدالفتاح السیسي ستایلی


ولسمشر ډونالډټرمپ خپل مصری سیال عبدالفتاح السیسي ستایلی او وايي چې د هغه حکومت ډېر ښه اجرأت کړي دي.

ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې له السیسي سره له کتنې وروسته وویل، متحد ایالات تر ډېره د ښاغلي سیسي او د مصر د خلکو ملاتړ کوي او ژمنه یې وکړه چې په منځني ختیځ کې د امریکا له دې پخواني متحد هېواد سره اړیکي به پراخ کړي.

له مخکیني ولسمشر بارک اوباما سره د السیسي اړیکي ترینګلي وو او حسنې مبارک د مصر وروستی ولسمشر و چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د منځني ختیځ د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی و.

ټرمپ له السیسي سره په رسمي کتنه کې د مصر د بشري حقونو د مسئلې یادونه ونکړه.

خو د بشري حقونو مدافع ډلې د ولسمشر سیسي د بشري حقونو په سرغړونو او د شاوخوا ۴۰ زره سیاسي مخالفینو د بندي کولو له کبله سخت انتقادونه کوي.

XS
SM
MD
LG