د لاسرسي لېنکونه

ننګرهار والي: مخالفین د ځان د تمویل لپاره له کانونو ګټه اخلي


د ننګرهار والي وايي، د دولت وسله‎وال مخالفین د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره د دې ولایت له کانونو ګټه اخلي.

محمد ګلاب منکل پرون جلال‌اباد کې د ښې حکومتوالۍ لپاره د ولسمشر له ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، د وسله‎والو د دې کار د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي وايي، داعش او نور وسله‎وال په یو شمېر ولسوالیو کې ولسونه ځوروي او ناامني خپروي.

دوی له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دې سیمو د امنیت د ټینګښت او د داعش ډلې د ځپلو لپاره ګام پورته کړي.

XS
SM
MD
LG