روسي مقامات وايي، د دې هېواد د سن پټرزبورګ ښار په مټرو کې پرونۍ چاودنه یو مشکوک ترورېستي عمل و.
د روسيې ولسمشر وايي، له ټولو امنیتي ادارو يې غوښتي چې معلومه کړي په سن پټرزبورګ کې پرونۍ چاودنه ترورېستي عمل و او که څنګه؟
ولادیمیر پوتین هم د دوشنبې په روځ په سن پټرزبورګ کې و چې یوې زورورې چاودنې د دې ښار مټرو یا تر ځمکې لاندې رېل په نښه کړ.
د روسيې روغتیايي او امنیتي مقامات وايي، دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
خو دې پېښه کې د مرګژوبلې دقیقه شمېره لاهم ځکه نهده معلومه چې روسي چارواکي بېلابېلې شمېرې ښيي.
د روسيې د لوی څارنوال ویاند الکساندر کورینوف په خپلو لومړیو څرګندونو کې د سن پټرزبورګ د مټرو چاودنه ترورېستي عمل یاد کړ خو وروستهيې وویل چې لا وختي دی چې د دې پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څه وویل شي.
ولسمشر پوتین دې چاودنه کې د وژل شويو او ټپیانو له کورنیو او عزیزانو سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شويو تصویرونو او وېډیوګانو کې ښکاري چې له مټرو څخه لوګي راپورته کېږي او یو شمېر کسان د مټرو په تمځای کې په ټپي حالت کې پراته دي.
د سن پټرزبورګ د مټرو د چاودنې یوې عیني شاهدې وویل:
"نه، ټېل ماټېل نهو، وضعیت ارام او د ادارې وړ و. خو تمځای ټول لوګي نیولی و، نه مو شول کولای چې په اسانی ساه واخلو."
په همدې حال کې له ترورېزم سره د روسيې د مبارزې ادارې وویل چې د مټرو په یوه بل تمځای کې يې په کور جوړ شوی یو بم وموند چې سمدستي يې خنثی کړ.
تر اوسه پورې چا د روسيې په سن پټرزبورګ ښار کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت پر غاړه نهدی اخیستی خو دې پېښې کلونه وړاندې په مسکو او د روسيې په نورو ښارونو کې پر مټروګانو او بسونو د بمي بریدونو یادونه تازه کړل.
د نړۍ د یو شمېر هېوادونو سربېره ملګرو ملتونو هم په یوه بیان کې د روسيې په سن پټرزبورګ کې پرونۍ حمله غندلې ده او غوښتنهيې کړې ده چې د دې برید عاملان باید عدالت ته راښکل شي.