د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

پاکستان څنګه په سيمه کې په يوې جيوپولټيک هيولا بدل شو؟


نېشنل انټرسټ:

نېشنل انټرنسټ خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، پاکستان څنګه په سيمه کې په يوې جيوپولټيک هېولا بدل شو؟

د ليکنې په حواله، هغه ۲۰ ډلې چې د امريکا متحد ايالتونه يې د تروريستي سازمانونو په توګه پېژني، د افغانستان او پاکستان قبايلي سيمو کې فعاليت لري او اووه يې په پاکستان کې دېره دي.

د خپرونې د ليکنې په حواله، تر هغو چې دغه ډلې پاکستان کې خوندي مرکزونه ولري، افغانستان کې اوږدمهاله ثبات به له ګواښ سره مخامخ وي.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل تېره ميلادي مياشت په يوه راپور کې د امريکا د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته ويلي وو، د اندېښنې عمده سرچينه حقاني شبکه ده چې افغانستان کې دېره ائتلافي ځواکونو ته لوى ګواښ پېښوي.

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن هم فبرورۍ مياشت کې همدې کمېټې ته ويلي وو، حقاني شبکې او وسله والو طالبانو د افغانستان ثبات ته لوى خطر پېښ کړى دى.

نېکلسن څرګنده کړې وه، تر هغو چې وسله وال طالبان او حقاني شبکه بهرني ملاتړي ولري، سولې ته به لېوالتيا ونه ښيي.

د ده په خبره هغه اساسي فکټور چې د افغانستان جګړه کې بريا ممکنوي، هغه د دغو سخت دريځو وسله والو د خوندي مرکزونو له منځه وړل او د دوى ملاتړ ختمول دي.

د نېشنل انټرسټ خپرونې په مقاله کې په يوې جيوپولټيک هېولا د پاکستان بدلېدو ته اشاره شوې او دا هم څېړل شوي چې د امريکا متحدو ايالتونو د جهاد په دوران کې له پاکستان سره مرسته کوله، خو وروسته له طالبانو سره د پاکستان همکاري پيل شوه چې تر اوسه روانه ده.

ګارډين:

له بريتانيا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې استراليا کې د مېشتو هزاره وو پر مظاهره ليکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه مظاهره چيان د اسټراليا له سيډني او نورو ښارونو په پلازمېنه کې د پارلمان او د ګورنر جنرال دفتر ته څېرمه راټول شول او خپل اعتراض يې څرګند کړ.

دوى شعار ورکاوه چې پناه غوښتونکي دې په جبري ډول افغانستان ته نه ستنول کېږي.

د ګارډين په حواله زيات هزاره ګان په افغانستان کې د شرايطو له خرابېدو سره له افغانستانه اسټراليا ته ورغلي دي.

د ليکنې په يوه برخه کې د اسټراليا د صدراعظم مالکولم ترنبول څرګندونو ته اشاره شوې چې ويلي يې دي، افغانستان او اسټراليا ګډې او مستحکمې اړيکې سره لري، چې تقريباً يوه پېړۍ مخکې تشکيل شوي دي.

دغه ارتباط په ١٨٦٠مو کلونو کې له افغان اوښبانو څخه نيولې په ٢١مه پېړۍ کې له ټروريزم څخه د افغانستان د ازادۍ لپاره د اسټراليا تر پوځي هڅو دوام کړى دى.

XS
SM
MD
LG