د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

منګل: د ننګرهار له کانونو څخه داعش او طالب وسله‌وال ګټه پورته کوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت له کانونو څخه طالب او داعش وسله وال ګټه پورته کوي.

دا څرګندونې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل نن دوشنبې ننګرهار ته د ښې حکومتوالۍ برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.

نوموړي وويل د دې ولایت په لرو پرتو سیمو کې ډېرې قيمتې ډبرې او غمي موجود دي چې وسله والې ډلې يې د خپلو مالي سرچينو د غني کولو لپاره کاروي.

والي له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه که په دې برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي دی کولای شي چې د وسله والو دغه مالي سرچينې له منځه یوسي.

نوموړي زیاته کړ:

"بدبختانه اوسمهال له هماغو ناامنو سیمو څخه د هېواد دښمنان طالبان او داعش ډلې تقویه کېږي اوس پکار ده چې دا سیمې له وسله والو پاکې کړو او دا مالي سرچينې وچې شي او دوی بیا د جګړې کولو توان له لاسه ورکوي."

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي هم په ختیځه سېمه کې د داعش او طالب وسله والو د فعالیت څخه اندېښنه وښوده.

نوموړي وویل چې ولسونه نور د وسله والو ډلو د ظلم زغملو توان نه لري.

هغه وویل مرکزي حکومت ته په کاره د چې پر وړاندې یې جدې اقدام وکړي:

"دلته کومې کډې چې داعش ته راغلي ټولې راته معلومې دي چې څوک راغلي دي روسان څوک دي، پنجابیان څوک دي او پاکستانیان څوک دي دا ټولو ته ښکاره ده او نور موږ د دوی ظلمونو توان نه لرو او دا خبره دواړه ډاکټر صاحبان اوري چې د ننګرهار سره دواړو ظلم کړی دی."

بلخوا بیا د ملي وحدت حکومت د ښې حکومتوالۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیاء مسعود وویل چې داعش وسله واله ډله یوه بهرنۍ پروژه ده چې د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنې ترسره کوي.

نوموړي وويل چې افغان امنيتي ځواکونه د وسله والو ډلو په ځپلو بوخت دي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې دې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي:

"د داعش مسئله یوه بله ډله ده او دا واقعاً یوه خارجي پروژه ده موږ او تاسو ته پکارده چې امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړو او دوی زموږ د ديني ارزښتونو خلاف عمل کوي باید وځپل شي."

که څه هم د ننګرهار په ځينو ناامنو سیمو کې وخت نا وخته د وسله والو ډلو پرضد د امنيتي ځواکونو عملیات ترسره کېږي خو د کتوونکو په خبره د وسله والو ډلو د ځپلو په خاطر چې څنګه لازمه ده هغسې عملیات نه ترسره کېږي او یوازې نمایشي بڼه لري.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG