د لاسرسي لېنکونه

د هنګري پلازمېنه بوداپیست کې زرګونو کسانو لاریون وکړ


زرګونو کسانو د هنګري په پلازمېنه بوداپیست کې د قانون د هغې لايحې پر ضد لاریون وکړ چې له مخې يې ښايي مرکزي اروپايي پوهنتون وتړل شي.

دغه پوهنتون د امريکایي بشرپال او تمويلوونکي جورج سوروس له خوا جوړ شوی وو او د بوداپيست يو مهم پوهنتون دی.

ټاکل شوې ده پردغه لايحه روانه اوونۍ په پارلمان کې بحث وشي او لاريون کوونکو چې د يکشنبې په ورځ راوتلي وو، وويل چې دا قانون به د پوهنې پر ازادۍ يوه حمله وي.

ګڼ شمېر هنګريان او اکاډمیک کسان چې پکې د نوبل جايزې ګټونکي هم شامل دي، د دې پوهنتون ملاتړ کوي چې سوروس يې په ۱۹۹۱ کې بنسټ ايښی وو.

په دې پوهنتون کې شا او خوا څوارلس سوه محصلين له سلو هېوادونو څخه زیات شاملېږي.

د هنګري صدراعظم ويکتور اوربان پر سوروس له پخوا ډېر انتقاد کړی دی چې د ختيځ او مرکزي اروپا په سیاست کې لاسوهنه کوي.

سوروس په هنګري کې زېږېدلی دی.

اوربان تېره اوونۍ وويل چې مرکزي اروپايي پوهنتون په ډپلوماوو ورکولو کې له قانونه سرغړونه کړې ده خو ياد پوهنتون دغه تورونه ردوي.

مرکزي اروپايي پوهنتون وايي چې د قانون سره سم کار کوي او د هنګري او امريکايي ډپلوماوو ورکولو اجازه لري.

XS
SM
MD
LG