د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۷

فیدوتوف: چیچنیا کې د همجنسبازانو وژلو راپورونه دې وڅېړل شي


د کرملېن د بشري حقونو شورا مشر د هغو راپورونو د بشپړه بيا کتنې غوښتنه کړې ده چې وايي، د روسیې په شمالي قفقاز جمهوريت چچنيا کې چارواکي همجنس بازان نيسي او وژني يې.

ميخايل فيدوتوف د اپرېل په لومړۍ نېټه په نوايا ګزيتا ورځپاڼه کې خپاره شوي یوه راپور ته په اشاره ويلي چې تر سل زيات سړي په دې شک چې ښايي همجنس بازان وي، په چچنيا کې توقيف شوي دي او لږ تر لږه درې يې وژل شوي دي.

فيدوتوف ويلي چې ده په چچنیا کې له خپلو همکارانو سره خبرې کړي دي چې ده ته ويلي، د راپور د تائيدولو لپاره معلومات نه لري.

خو ده ويلي چې دا کار دومره وحشتناک دی چې باید په بشپړه توګه وڅېړل شي.

د نوايا ګزيتا ورځپاڼې راپور د يو شمېر سرچينو له قوله دا راپور ورکړی دی خو د سرچينو نومونه نه دي پکې ياد شوي.

د کريملن ملاتړ لرونکي د چچنيا د مشر رمضان قادروف وياند علوي کريموف څرګندونو د بشري حقونو د مدافعينو اندېښنې راوپارولې.

ده د شنبې په ورځ وویل:«ته داسې کسان چې هېڅ وجود نه لري، نشې توقيف کولای او وژلای.» د ده اشاره دې ته وه چې داسي کسان د خپلو کورنيو له خوا وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG