په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي «Nikki Haley» وایي، که د څېړنو په نتیجه کې معلومه شي چې کرملېن د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې مداخله کړې ده، ولسمشر ډونالد ټرمپ به د روسیې په وړاندې د جدي اقدام بشپړ ملاتړ وکړي.
هیلي د یکشنبې په ورځ له «ABC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، موږ هېڅکله هم نهغواړو چې یو بهرنی هېواد زموږ په انتخاباتو کې مداخله وکړي او زیاتهیې کړه چې په دې کې هېڅ شک نهشته چې روسیې په دغه کمپاین کې مداخله کړې ده.
هیلي د روسیې د مداخلې په اړه څه باندې دوه اوونۍ مخکې هم له یوې بلې ټلوېزیوني شبکې «NBC» سره ورته څرګندونې کړې وې.
نوموړې ویلي و:
"فکر کوم زموږ هېڅڅوک دا نهغواړي چې څوک دې زموږ انتخاباتو کې مداخله وکړي. په همدې خاطر په دې اړه تحقیقات پیل شوي دي. دې ته اړتیا لرو چې پوه شو چې هغوی په مشخص ډول په څه ډول دخیل وو او موږ باید هېڅکله هم له دې شي سره موافق ونهاوسو."
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې وویل، د روسیې پر وړاندې د دې سخت الفاظ د ټرمپ له هغو څرګندونو سره تضاد کې نهدي چې عام محضر کې یې کړي او ورڅخه داسې برېښي چې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال انتخاباتو کې د روسیې رول کم ښیي.
هیلي وویل، ټرمپ یو ځل هم ورته نهدي ویلي چې پر روسیې له سختو انتقادونو لاس واخلي.
ټرمپ ویلي چې ګومان کوي روسي هککرانو به د ډموکرات ګوند اېمېلونه هک کړي وي خو د روسیې هر ډول مداخلې د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو پر نتیجې هېڅ ډول اغېز نهدی کړی.
ټرمپ د تېرې اوونۍ پای کې د ټویټر له لارې لیکلي و چې دا د خبري رسنیو هماغه جعلي خبرونه دي چې ویلي و د ټرمپ د بریالیتوب لار نهشته چې اوسیې د روسیې یوه جعلي کیسه رامخته کړې ده چې هغه بیخي درواغ ده.
هیلي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټرمپ په عام محضر کې د روسیې په وړاندې کافي سخت دریځ غوره کړی وویل، په دې کې هېڅ شک نهشته، هغه په دې اړه ډېر څه ترسره کړي او کوي یې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د مسکو مداخله رد کړې ده.
د کرملېن ویاند ډیمیټري پېسکوف د یکشنبې په ورځ «ABC» ټلوېزیون ته وویل چې که د امریکا د څېړنو نتیجه هر څه وي روسیه ورته اندېښنه نهلري.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د متحده ایالاتو په کورنیو چارو کې د مداخلې په اړه هر تور چې پر روسیې لګول کېږي هغه سپکاوی دی.