د لاسرسي لېنکونه

کابل کې رسماً د فرېزبي سپورټي فدراسیون پرانېستل شو


په کابل کې نن رسماً د فرېزبي سپورټي فدراسیون پرانېستل شو.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو مسؤل منور شهزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د فرېزبي فدراسیون خپل کار پیل کړ او اوس مهال لس اوه کسیزې لوبډلې لري.

فریزبي یوه امریکايي سیالۍده چې د دوو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او لوبغاړي هڅه کوي چې بشقاب ته ورته یوه ګرده اله د خپلې سیالۍ لوبډلې پر لور ګذار کړي او هرې لوبډلې چې ۱۷ ګولونه د خپلې سیالۍ لوبډلې په وړاندې ترسره کړل د سیالۍ کټونکې حسابېږي.

ښاغلي شهزاد زیاته کړه چې دغه ورزش په افغانستان کې زیات شمېر مینه‎وال لري چې په نېږدې راتلونکې کې په ولایتونو کې هم د دغې سپورټي لوبې مینه‎والو ته د لوبو زمینه برابروي.

XS
SM
MD
LG