د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۹

خوستوال: پر مظاهره‎چیانو د مخکېني انتحاري حملې څېړنه دې وشي


د خوست مدني فعالان، قومي مخور او روڼ اندي وايي چې په یاد ولایت کې د وري د ۱۳مې د ځانمرګي برید د کورنیو سره هېڅ ډول مادي او معنوي مرسته نه‎ده شوې.

دوی زیاتوي، که څه هم وسله‎والو طالبانو رسنیو سره په اړیکو کې په یاد برید کې لاس لرل رد کړي وو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د پېښې د څېړنې حکم کړی وو، خو ولسمشر ته د پېښې رښتینی انځور وړاندې نه‎شو او تر اوسه هم د دې پېښې عاملین نه‎دي نیول شوي.

مدني فعالانو د یکشنبې په ورځ یادې څرګندونې د هغو سلګونه کسانو په غونډه کې وکړې چې خوست کې د وري د ۱۳مې خونړۍ پېښې د قربانیانو د دوهم تلین د لمانځنې په هدف جوړه شوې وه.

د غونډې یو تن ویناوال مدني فعال زاهدشاه انګار غوښتنه وکړه چې یاده پېښه دې وڅېړل شي او عاملین دې په ګوته او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي.

ښاغلي انګار زیاته کړه:

"د دې سوله‌ییزو لاریونونو اصلي تصویر تر اوسه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته نه‎دی رسېدلی. زه تاسو ته په ډاډ سره وایم، ان ډېرو برخو کې د پېښې باالعکس یا ګوټه تصویر ورته وړاندې شوی دی، موږ دا غوښتنه کوو چې دا پېښه باید وڅېړل شي، کله چې موږه دا ډول حرکتونه کوو، دا زموږ پرون هم قانوني حق وو، نن هم دی او سبا مو هم حق دی."

خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ مشر صاحب‌ګل فرهاد کاظمي وویل، تر اوسه د یادې پېښې له قربانیانو سره مرسته نه‎ده شوې.

ده غوښتنه وکړه، د ښار هغه جاده چې د وري د ۱۳مې پېښه په‌کې شوې، د دې پېښې د قربانیانو په نوم دې ونومول شي.

نوموړی وايي:

"دغو شهیدانو او ټپیانو سره مرکزي او محلي حکومت هېڅ ډول مادي او معنوي همکاري نه‎ده کړې، موږ له چارواکو غوښتنه کوو، هغه جاده چې دې شهیدانو په خپلو وینو رنګ کړه، د دوی په نوم ونوموي."

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني په خپلو خبرو کې د ګډونوالو ګېلې او غوښتنې پر ځای وبللې.

ده وویل، که د یادې پېښې د قربانیانو سره د مرستې په خاطر مدني فعالان او ځايي اداره په ګډه کار وکړي، نو دې هدف ته رسېدلی شي.

د خوست مرستیال والي وویل:

"ولس په اعتراضاتو کې حق په جانب دی، زما وړاندیز دا دی که موږ ګډ سره کېنو، تر څو ښکاره شي چې د شهیدانو د کورنیو سره د مرستې څومره امکانات لرو، د کومې لارې ورسره مرسته کولای شو، په دې باب زه ورسره هر ډول مرستې ته چمتووالی لرم، محلي اداره به خپل امکانات ترې ونه‌سپموي."

یاده دې وي، دوه کاله وړاندې په همدې ورځ خوست کې د فساد پر ضد د مبارزې په نوم د زرګونه سوله‌ییزو لاریونوالو په منځ کې ځانمرګی برید شوی وو چې شااوخوا شل کسان په‌کې مړه او تر اتیاوو نور ټپیان شوي وو.

د غونډې ګډونوالو وویل، د یادې پېښې د څېړنې لپاره افغان ولسمشر د حاجي دین محمد او ډاکتر اکرم خپلواک په مشرۍ دوه کمېسیونونه ټاکلي وو، خو تر پایه‌يې د څېړنو پایلې د خلکو سره شریکې نه‌شوې.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG