د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۷

د ارمنستان د ټاکنو لومړنۍ پایلې: د سرکیسیان ګوند مخکې دی


په ارمنستان کې د ټاکنو ابتدايي پایلې څرګندوي چې د سرژ سرکیسیان مقتدر جمهوري غوښتونکی ګوند مخکې دی.

د دې ټاکنو د وروستیو پایلو له څرګندېدو سره به پرېکړه وشي چې کوم ګوند به د پارلماني سیسټم پر لور د دې هېواد د حرکت رهبري په لاس کې ونیسي.

په ارمنستان کې پارلماني انتخابات د ګالوپ سازمان په ملاتړ ترسره شوو.

د هغه هېواد د دولتي ټلوېزیون په حواله، د سرژ سرکیسیان ګوند لږ تر لږه ۶۴ فيصده رأیې ګټلي او مخکې دی.

په ارمنستان کې د روسیې پلوي ګوند یوازې ۲۵ فيصده رأیې ګټلې دي.

د ارمنستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون وویل چې د شپې په نهو بجو د رأيو مرکزونه وتړل شول.

په پرونیو پارلماني ټاکنو کې د ارمنستان نهو ګوندونو او سیاسي ائتلافونو برخه واخیسته.

د انتخاباتو لپاره کمپاینونه تر ډېره حده ارمنستان کې پر اقتصادي ستونزو متمرکز وو.

XS
SM
MD
LG