ټایمز اف انډیا:
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم له هندي سر روزنکي سره خبرې کړې دي.
ورځپاڼه د لالچاند راجپوت له قوله لیکلي چې وایي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به په دوو یا درېیو راتلونکو کلونو کې د ټسټ یا څو ورځنیو لوبو لپاره چمتو شي.
ورځپاڼې د هند د کرکټ په پریمیرلیګونو کې د افغانستان د ملي ټیم د دوو لوبغاړو محمد نبي او راشد خان حضور ته هم اشاره کړې ده.
لالچاند راجپوت ټایمز اف انډیا ته ویلي چې دغو لیګونو کې د دواړو لوبغاړو ګډون نه یوازې د دوی دواړو لپاره مهمه مسئله ده بلکه هغه د کرکټ نورو افغان لوبغاړو ته هم انګېزه ورکوي.
د افغانستان د کرکټ ټیم سر روزونکي نبي او راشد د کرکټ هغه لوبغاړي یاد کړي دي چې نړیواله کچه لوبې کوي او ویلي یې دي چې هغوی به د هند په دوو غوره لیکونو کې د کرکټ له نړیوالو شخصیتنو ډېر څه زدهکړي.
هغه همدا راز ویلي چې دې فکر کوي چې دوه درې کاله نور پهکار دي چې د افغانستان ټیم په بشپړه توګه د ټسټ لوبو لپاره تیار شي.
ټایمز اف انډیا د ښاغلي راجپوټ له قوله لیکي چې ویلي یې دي، په ټسټ لوبو کې د افغانستان ګډون تر ډېره د کرکټ د نړیوالې شورا یا ICC په پریکړې پورې تړلی دی.
والسټريټ ژورنال ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، اروپایي اتحادیه د سولې له هغه تړون سره د په میلیونو ډالرو مالي ملاتړ لپاره تیاری نیسي چې د افغانستان د حکومت او د یوې وسلهوالې یاغې ډلې د مشر ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د والسټریټ په وینا اروپایي اتحادیه هیله منه ده چې دغه مالي مرسته به چې له افغانستان سره یې کوي، د حزباسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د تړون چې متحدو ایالتونو یې هم ملاتړ کړی، له عملي کولو سره مرسته وکړي.
د ورځپاڼې په لیکنه دا به همدا راز په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د دولت نورې وسلهوالې ډلې هم دې ته وهڅوي چې له حکومت سره د سولې ورته تړونونه لاسلیک کړي.
د حزباسلامي د مشر او د حکومت ترمنځ د سولې د تړون چې له لاسلیک یې څه باندې شپږ میاشتې تیریږي، ځینې موارد عملي شوي خو له نظام سره د ښاغلي حکمتیار د یوځای کېدو، په کابل کې د هغه د هستوګن ځای، له زندانونو د دې حزب د غړیو د خوشې کېدو او د غړیو لپاره یې د هستوګن ځایونو په ګډون ځینې موارد تر اوسه نهدي عملي شوي.
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د حزباسلامي د یو شمېر زندانیانو د خوشې کېدو په ګډون به په دوو راتلونکو اونیو کې د شوې موافقې نور موارد عملي شي.
د حزباسلامي یوه لوړ پوړي مشر هم ازادي راډیو ته تائید کړه چې ښاغلی حکمتیار به په نېژدې راتلونکې کې د افغانستان په یوه ولایت کې ځان راڅرګند کړي.