د لاسرسي لېنکونه

په خوست کې یو ځانمرګی بریدګر نیول شوی


د خوست ولایت چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د باک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې یو تن ځانمرګی بریدګر له ګاډي سره یو ځای نیولی دی.

د باک ولسوال عبدالحي ځاځي ازادي راډو ته وویل چې نوموړی بریدګر نن ماسپښین په دریو بجو د ځايي خلکو په همکاری د کورړو کلي سره نږدې نیول شوی دی.

نوموړی وايي چې د بریدګر په موټر کې د نورو چاودیدونکو توکو تر څنګ ۱۶ حلقې د هاوان ګولۍ ځای پر ځای شوې وې.

د باک ولسوال وویل، کله چې ځانمرګی بریدګر نیول کېده، نو هغه په ځان پسې د ریموټ تڼي ووهلې، خو د چاودیدونکو توکو یوې برخې چاودنه وکړه او ټول چاودیدونکي توکي منفجر نشول.

عبدالحي ځاځي دا هم وویل چې پدې چاودنه کې بریدګر د پښو په حصه کې ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ هم د خوست د شمل دومنده ولسوالۍ د سیدخېلو ښارګوټي سره نږدې د ولایتي قواوو په پلي سرتېرو موټر بم برید وشو چې د ځنو سرچینو په وینا په یاد برید کې یو قوماندان او دوه ساتونکي يې ووژل شول.

په یاد برید کې د ښوونځي شپږ تنه زده کوونکي هم ټپیان شوي و.

دوه اونۍ وړاندې د خوست ولایت د یعقوبیو په سیمه کې د ملي اردو په سرتېرو هم موټر بم برید شوی وو او په کې د نورو تلفاتو تر څنګ ۱۶ ملیکان ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG