د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

د ارزګان ولایتي شورا او قومي مشران: والي نذیر خروټی دي لېرې شي


د ارزګان ولایت یو شمېر قومي مشران او د ولایتي شورا مسؤلین وايي، نور به په دغه ولایت کې هغه چاته اجازه ورنه کړي چې فساد ته لمن وهي.

یادو قومي مشرانو نن یکشنبه په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د دغه ولایت والي محمدنذیر خروټی نه غواړي ځکه چې په وینا يې هغه یو کمزوری مدیر دی او په فساد کې لاس لري.

یو ه تن قومي مشر زیاته کړه:

«زموږ غوښتنه له مرکزي حکومت څخه داده چې موږ ته یو داسې مشر را واستوي چې زموږ غم ورسره وي، نه داسې چې دی یوازي د خپل جېب په غم کې وي، د ارزګان والي په خپل دنده کې پاته راغلی دی.»

له دي سره د ولایتي شورا مسؤلین هم ورته څرګندوني لري.

د ارزګان د ولایتي شورا رئیس امیر محمد بارکزي داهم وویل چې د دغه ولایت مخکني امنیه قوماندان ولي جان سرحدي د ۱۲۰۰ پولیسو د شپږو میاشتو معاشونه هم له ځان سره وړي خو مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي.

ښاغلی بارکزی وايي:

امیر محمد بارکزی.
امیر محمد بارکزی.

«موږ نه پوهېږو چې مرکزي اداري اوس پر ارزګان باندي تجارت شروع کړی که څنګه؟ زموږ خلک په سرو وینو کې لغړي او دوی ورته ناست دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلینو له دې مخکې هم د ارزګان والي په فساد کې په لاس لرلو تورن کړی وو.

په ورته وخت کې د ارزګان والي محمدنذیر خروټی پر ځان لګېدلي تورونه بې اساسه بولي او وايي چې په خپل ټول توان او طاقت سره یې هڅې کړي چې د ارزګان امنیتي وضعیت سم کړي.

ښاغلی خروټی وايي:

محمد نذیر خروټی.
محمد نذیر خروټی.

«زه چې همد اوس له تاسې سره خبرې کوم په کابل کې یم، ځکه کابل ته راغلی یم چې د ارزګان د امنیتي وضعیت په اړه له ولسمشر سره خبرې وکړم، خو اوس هم زموږ عملیات په ارزګان ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه روان دي، ولایتي شورا خو ځکه نیوکي کوي چې موږ د هغوی د لاس وهنو مخنیوی کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره له تېرو څه باندې اوو میاشتو راهیسې په ارزګان ولایت کې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي خو لا اوس هم وسله وال طالبان د ترینکوټ ښار جنوب ختیځ لوري په دوه کېلو مترۍ کې شتون لري.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG