د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۸

پنجاب کې یوه پیر د څلورو ښځو په ګډون خپل ۲۰ مریدان وژلي


د پنجاب په سرګودا ښار کې يوه پير په زيارت کې خپل شل تنه مريدان يو په يو لومړى نشه کړي او وروسته‌يې د خنجر او لرګيو په وسيله په تشدد وژلي چې څلور ښځې هم په‌کې شاملې دي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

په پېښه کې متهم کس عبدالوحيد پوليسو نيولى او اعتراف‌يې کړى چې دغه کسان‌يې په دې تور وژلي چې وايي د زيارت د يوه پخواني پير د وژنې پلان‌يې جوړ کړى وو.

د پنجاب له سرګودې ښاره بهر د «علي محمد ګوجر» په نامه دربار دوه کاله وړاندې جوړ شوى چې يو مېنجور په‌کې کېني او مريدان‌يې په مياشت کې يو ځل ورته راځي او مرادونه ځینې اخلي.

نن سهار پاکستاني رسنيو خبر خپور کړ چې د دې دربار مېنجور د جمعې له شپې راهيسې خپل شل تنه مريدان وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

د سرګودې د پوليسو مشر د پېښې په ځاى کې رسنيو ته وويل چې دوى له دې پېښې نن د يکشنبې په سهار هغه وخت خبر شول چې دوه ښځې او يو بل ټپي تن له دې درباره په تېښته روغتون ته راغلي وو.

دی زیاتوي:

"په پېښه کې متهم کس مو نيولى او پوښتنې ګروېږنې ځینې روانې دي، کېداى شي چې هغه څه اعصابي ناروغي ولري، داسې ښکاري چې همدې کس دا کار کړى دى، په پېښه کې چې هر څوک ورسره ملګري وي هغه به هم ونيول شي، داسې ښکاري چې دا د ترهګرۍ يوه پېښه ده."

پوليس وايي، تورن کس د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون متقاعد افسر دى چې وايي په مياشت کې به يو ځل له لاهوره راته، مريدانو ته به‌يې دم ورکاوه او هغوى به‌يې په لوڅو بدنونو وهل او د هغوى جامو ته به‌يې اور ورکاوه.

د سيمې يو اوسېدونکى وايي دوى هم دربار ته ورغلل، خو بېرته ځینې راوتښتېدل.

ده زیاته کړه:

"موږ د خلکو نارې واورېدې، تياره وه له لیرې څه نه‌ښکارېدل چې موږ ورغلو ده ويل دوى هم راونيسئ ما ويل موږ به ولې رانيسئ، ده ويل تاسې ما وژل غواړئ؟ پر ما مرمۍ هم اغېز نه‌کوي تاسې ما په زهرو وژنئ، نور خلک هم ور روان وو، د ده خپل بچي هم ور روان وو موږ راوګرځول، نورې کورنۍ هم ور روانې وې، که ورغلي وى زه فکر نه‌کوم چې ژوندي پاتې شوي وى."

د سرګودې مرستيال کمېشنر لياقت علي چټه وايي، په پېښه کې له نيول شوي تورن کس عبدالوحيد څخه په لومړنيو پوښتنو کې ورته څرګنده شوې چې هغه د خپلو دوو نورو ملګرو په مرسته خپل مريدان يو په يو دربار ته وربللي، هغوى يې نشه کړي او بيا يې په لرګيو او خنجرونو په تشدد وژلي دي.

دی وايي دا کسان‌يې په دې تور وژلي چې ده ګومان کاوه د دې دربار پخوانى پير علي احمد ګوجر به دوه کاله وړاندې دوى په زهرو وژلى وي.

ښاغلی چټه زیاتوي:

"درېواړه نيول شوي متهم کسان نيول شوي، دوى په ګډه هلته خپل مريدان رابللي او په تشدد يې وژلي او تښتېدلي دي."

د پنجاب د ايالتي حکومت په وينا په دې ايالت کې د صوفيانو ۵۵٢ مزارونه او دربارونه له حکومت سره راجسټر دي، خو ډېر له دوى سره راجسټر نه‌دي او په هغوى کې يو دغه د علي محمد ګوجر دربار هم شامل دى.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې په وروستيو کلونو کې د صوفيانو پر مزارونو او زيارتونو د حملو پېښې زياتې شوې دي.

د روان کال د فبرورۍ پر پنځلسمه نېټه هم د سيند په سېوڼ شريف کې د لعل شهباز قلندر پر مزار ځانوژونکى بريد شوى وو چې شااوخوا اتيا تنه په‌کې وژل شوي او شااوخوا يونيم سل کسان په‌کې ټپيان شوي وو.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG