د لاسرسي لېنکونه

اوغلو: د سوریې کابو ۵۰ زره بې‌ځایه شوي وګړي خپلو مېنو ته ستانه شوي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوریې نېږدې ۵۰ زره بې‌ځایه شوي وګړي او کډوال له داعش ډلې څخه نیول شویو سیمو ته ستانه شوي دي.

مولود چاووش اوغلو وايي چې لسګونه زره بې‌ځایه شوې کورنۍ د سوریې په شمال کې د ترکي ځواکونو او د حکومت د مخالفینو د عملیاتو په نتیجه کې نیول شویو سیمو ته ستنې شوې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، له سوریې سره په ګډ سرحد کې د پرتو سیمو نېږدې پنځوس زره اوسېدونکي چې د جګړو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو، خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

د سوریې په شمال کې پوځي عملیات په تېره اګست میاشت کې د ترکي ځواکونو او په سیمه کې د داعش ضد وسله‌والو له‌خوا چې له ترکیې سره متحد دي پیل شول.

د دې عملیاتو هدف د سوریې او ترکیې په ګډ سرحد کې له پرتو سیمو څخه د داعش د وسله‌والو ایستل و.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم د چهارشنبې په ورځ په بریالیتوب سره د فرات د سپر په نوم د دې پوځي عملیاتو پای ته رسېدل اعلان کړل او د بهرنیو چارو وزیر یې پرون وویل ترکي پوځیان به د دندې د پای ته رسولو تر وخته هلته وي.

چاووش اوغلو زیاته کړه چې دا سیمه باید په بشپړ ډول له ترورېستي ډلو پاکه شي.

نوموړي همداراز وویل چې له سوریې سره په ګډ سرحد کې له داعش ډلې څخه د نیول شویو سیمو امنیت به بالاخره سیمه‌ییزو ځواکونو ته وسپارل شي.

د دې عملیاتو په ترڅ کې لسګونه ترکي سرتېري ووژل شول.

ترکي ځواکونو په الباب ښارګوټي کې چې د درنو جګړو په پای کې یې له داعش ډلې څخه ونیو تر ټولو زیات تلفات ورکړل.

ترکیه د هغو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي چې د ولسمشر بشاراسد د رژیم مخالفې دي، خو په عین حال کې په سیمه کې فعال کرد وسله‌وال ترورېستان بولي او پر ضد یې پوځي عملیات کوي.

د سوریې په جګړه کې چې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې د ډموکراسۍ پر پلویانو د حکومت له ځپونکو اقداماتو وروسته پیل شوه، د اټکلونو له مخې درې سوه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG