د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

ډیپلوماټ: طالبان ولې د افغانستان په جګړه کې نه شي بریالي کېدای؟


د ډیپلوماټ خپرونې یوه لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی«طالبان ولې د افغانستان په جګړه کې نه شي بریالي کېدای؟»

د خپرونې په باور له افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو جګړه شپاړسم کال ته داخله شوه، خو پر افغانستان د دوی د واک راتلونکې لا هم تیاره دی.

خپرونه وايي، له طالبانو سره د پاکستان د مرستو او په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو د ناڅاپي کمېدو سر بېره هم طالبان ونه توانېدل چې د خلکو پر رایو انتخاب شوی د افغانستان منتخب حکومت له جدي خطر سره مخ کړي.

د ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي، که چېرې تاریخ ته وکتل شي افغانان د بهرنیو یرغلګرو پر ضد جګړه کې تل بالاخره بریالیتوب ته رسېدلي.

د لیکنې په وینا دا سمه ده چې د شوروي د یرغل په وړاندې د افغانانو په بریالیتوب کې بهرنیو مرستو رول درلود خو د شوروي خلاف د افغانان د بریالیتوب سبب دا و چې د مقاومت جبهې سره د عامو افغانانو ملاتړ ملګری و او طالبان له دې ولسي ملاتړه محروم دي.

ډیپلوماټ وايي، د طالبانو د ناکامۍ او نه بریالیتوب یو دلیل دا دی چې ددوی په وړاندې ډېر مقاومت د پښتنو قبیلو له خوا کېږي، هغې قبیلې چې د طالبانو یو ګڼ شمېر مشران ورته منسوب دی.

د ډیپلوماټ خپرونې په وینا د طالبانو له خوا د مقاومت د دوام یوازینی علت دادی چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په عملیاتو کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته پاکستان دوی ته خپلې دروازې پرانیستې او له دوی سره یې مرستې پیل کړې چې د لیکوال په وینا همدې کار افغان طالبان له بشپړې نابودۍ وژغورل.

خو د لیکوال په وینا دا هم مهمه ده چې له طالبانو سره د پاکستان مرستې افغانان له دې ډلې نور هم ناراضه کړل او د بریالیوب چانس یې نور هم کم شو.

تلګراف:

د تلګراف ورځپاڼې بیا په یو لیکنه د بریتانیا د وليعهد شهزاده چارلز د خاطرو د کتاب یو مورد یاد کړی.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، شهزاده چارلز پر امریکا د سیپټمبر د ۱۱ مې نېټې له بریدونو او په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیل لږ وروسته په لندن کې د امریکا سفیر ته ټلیفون وکړ او له هغه یې وپوښتل:

ایا ممکنه نه ده چې د رمضان په میاشت کې په افغانستان کې جګړه ودرول شي څو د دې اسلامي هېواد وګړي دې میاشت کې په ارامه عبادت وکړی شي؟ خو د امریکا د سفیر ځواب دا و چې تاسو جناب دا خبره جدي کوئ؟

د ورځپاڼې په وینا شهزاده چارلز د بریتانیا د هغه وخت د صدراعظم ټوني بلیر په غیاب کې دا کار کړی و.

نوموړی د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکټوبر کې په لندن کې د امریکا د هغه وخت سفیر ویلیم فاریش سره دا ټلیفوني خبرې کړې وې.

ورځپاڼه د کتاب له متن څخه په اقتباس وايي، ښاغلي فاریش شهزاده چارلز ته ویلي وو چې جګړه پیل شوې او ودرول به یې اسانه کار نه وي.

خو شهزاده چارلز بیا هم نوموړي ته ویلي چې پیغام یې ولسمشر بوش ته ورسوي او زیاته کړې یې وه، امریکایان هر کار چې وغواړي ترسره کوی یې.

XS
SM
MD
LG