د لاسرسي لېنکونه

چارواکي: غزني کې«شمشاد» پوځي عملیاتو کې پرمختګ شوی


د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د شمشاد په نوم پیل شویو پوځي عملیاتو کې پرمختګ کړی.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت په اندړو، ده یک، ګیرو اومقر ولسوالیو کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د شمشاد په نوم عملیات پیل کړي چې په نتیجه کې يې ۲۶وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان شوي دي

امرخېل زیاته کړه چې په وژل شویو وسله والو کې یو شمېر پاکستاني طالبان هم شامل دي:

"په دغه ولایت کې وسله والو طالبانو اوس د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی دی، دوی په سیمه کې د پټېدو ځای نه لري او خلک اوس نفرت ورڅخه کوي."

نوموړي زیاته کړه چې په دغه عملیاتو کې یو د ملي اردو سرتېری او یو د سیمه ییز پولس هم ټپي شوی دی.

امرخېل وویل چې د یادو عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو یو عراده موټر او څلور عرادې موټرسایکلونه د افغان هوايي ځواک په مرسته له منځه وړل شوي دي او ځینې سیمې هم له طالبانو نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا مسؤلین هم په دغه ولایت کې

د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ تائیدوي، خو وايي چې هغومره پرمختګ يې نه دی کړی لکه څومره چې يې امنیتي ځواکونه یاده وي.

د ولایتي شورا یوه غړي امان الله کامراني ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې عملیات پیل شوي چې پرمهال يې په یو شمیر ولسوالیو کې ځینو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کومه سیمه يې له وسله والو طالبانو څخه نه ده تصفیه کړې.

کامراني وايي:

"د شمشاد په نوم عملیات پیل شوي دي، خو افغان امنیتي ځواکونه په هغه سیمو کې دي چې مخکې هم د دولت تر ولکې لاندې وې، داچې دوی وايي، موږ سیمې له وسله والو طالبانو څخه تصفیه کړي دا د منلو نه ده."

که څه هم د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د شمشاد په نوم پیل شوي عملیاتو کې دوه افغان سرتېري ټپیان شوي، خو ښاغلی کامراني وايي چې د یادو عملیاتو پرمهال د ملي اردو او محلي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي اودرې نور پولیسو هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور:شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG