د لاسرسي لېنکونه

سنګري: ارزګان کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي


د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د تېرې شپې په نښته کې ۱۴وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې وسله والو طالبانو پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې پرمهال يې افغان امنیتي ځواکونو غاښ ماتونکی ځواب ورکړی چې پر مهال یې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې د یادو نښتو پرمهال ۲پولیس هم ټپیان شوي او نور کوم چاته زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د دغه ولایت امنیتي چارواکو د۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG