د لاسرسي لېنکونه

کاناډا عراق او سوریه کې د داعش پرضد پوځي ماموریت اوږدوي


کاناډا اعلان وکړ چې په عراق او سوریه کې به د داعش پرضد خپل پوځي ماموریت د جون میاشتې تر دیرشمې اوږد کړي.

د کاناډا دفاع وزیر هارجیت ساجین د جمعې په ورځ وویل چې د دریو میاشتو په مخه د دې ماموریت له تمدید سره به کاناډا وکړای شي چې د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد ایتلاف ښه وارزوي.

ټاکل شوې وه چې د کاناډا دا ماموریت د مارچ تر اخره پورې پای ته ورسېږي.

کاناډا د دوه زره څوارلسم کال په ترڅ کې په عراق کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړل او بیا یې دا ماموریت دوه ځله تمدید کړ، تر هغه وروسته یې د سوریې لور ته وغځاوه.

د کاناډا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي دي چې د دغه درې میاشتني پوځي ماموریت په ترڅ کې به کاناډا، عراقي ځواکونو ته سلامشوره ورکوي او له هغوی سره به مرسته کوي.

د کاناډا دفاع وزیر وایي، د کاناډا شااوخوا دوه سوه پوځیان د موصل په ختیځ کې هڅې کوي.

عراقي ځواکونه د امریکا په ملاتړ هڅې کوي چې موصل له داعش څخه ونیسي.

موصل په عراق کې د داعش وروستی پیاوړی مرکز دی.

XS
SM
MD
LG