د لاسرسي لېنکونه

ایران د بلیارد ۵ لوبغاړې د یو کال لپاره له سیالیو منع کړې


ایران د بلیارد پنځه لوبغاړې چې د چین په ازادو سیالیو کې برخه اخیستې وه د یوه کال لپاره له سیالیو منع کړې.

د ایران د بلیارد او بولینګ د فدراسیون چارواکو ویلي چې دا ایرانۍ ښځې تورنې دي چې اسلامي اصول یې نه و مراعات کړي.

دغو چارواکو ویلي وروسته به جزئیات وړاندې کړي.

ایرانۍ لوبغاړې اجازه لري چې په یو شمېر نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي خو باید د لباسونو او نورو ټولو مسایلو په اړه اسلامي اصول مراعات کړي.

تر دې مخکې د سږ کال په فبروري میاشت کې یوه شطرنج بازه ایرانۍ درسا درخشاني چې د هسپانیې په جبل الطارق لوبو کې یې له ټیکري پرته لوبه کړې وه له کورنیو او بهرنیو سیالیو بې برخې شوه.

XS
SM
MD
LG