د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۸

افغانستان د ناټو له څرګندونو "سوله د افغانانو په رهبرۍ" هرکلی کړی


د افغانستان حکومت د ناټو د سرمنشي له وروستیو څرګندونو په داسې حال کې هرکلی کوي چې دې وروستیو کې ځينو امريکايي چارواکو د روسيې او طالبانو ترمنځ اړيکو کې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان کې د سولې له پروسې سره د نړیوالو شریکانو همکاري اړینه ده.

افغان حکومت د ینس سټولټنبرګ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه‎پال

نوموړي وویل:

"د افغانستان د حکومت لومړی هدف سوله دی او د سولې له پروسې زموږ د نړیوالو شریکانو همکاري او مرسته اړینه ده، دغه ملاتړ چې پخوا مو هم درلوده او اوس یو ځلي بیا تازه شوی ترې هرکلی کوو."

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده مسکو دوه اوونۍ وروسته د ١٢ هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د سولې په تړاو د يوه سيمه ييز کنفرانس کوربه وي.

امریکا او ناټو به په‎دې سېمه ییزه ناسته کې ګډون ونه‎کړي خو وسله‎‎والو طالبانو ويلي چې روسيې دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې خو کومې باوري سرچينې تر اوسه دغه خبر رسماً نه دی تائيد کړی.

د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره د روسیې دغه هڅې په داسې حال کې چټکې شوي چې اروپا کې د ناټو یوه قوماندان «کورتیس سکاپاروتي» ویلي چې دې وروستیو کې افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو ترمنځ د روسیې د نفوذ د ډېرېدو شاهد وو.

خو روسي چارواکو تر دې وړاندې ویلي چې له طالبانو سره يې تماسونه د سولې پروسې ته د طالبانو تر هڅولو پورې محدود دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغان کارپوهان وایي، ناټو او روسیه دواړه غواړي چې افغانستان کې د سولې نوښت په خپل لاس کې واخلي.

خو د کابل پوهنتون استاد نجیب محمود د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان د سولې ټینګښت لپاره افغان حکومت یوې نړیوالې اجماع ته اړتیا لري څو د افغانستان د ستونزې حل لپاره ټول په ګډه کار وکړي.

ښاغلي محمود زیاته کړه:

"د افغانستان دولت د سولې پلان د اساسي لوري په توګه باید خپل غږ پورته کړي او یوه نړیواله اجماع رامنځ ته کړي څو د افغان سولې بهیر د ټولو قدرتونو د ګټو په پام کې نیولو سره مطرح شي او افغانستان هم سېمه کې خپل مقام وساتي څو سوله ټينګه شي، که نه نو افغانستان کې هغه څه چې د روسیې او غرب انتخاب وي ښايي ډېره ښه پايله ونه‎لري."

ناټو د افغانستان له مهمو متحدینو شمېرل کېږي او دا مهال افغانستان کې شاوخوا ١٣زره بهرني سرتېري دېره دي چې ډېرى يې امريکايان دي؛ دوى افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشوره کې همکاري کوي.

خو تر اوسه څرګنده نه‎ده چې افغان حکومت به افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره د کوم دریځ پلوي کوي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG