د لاسرسي لېنکونه

د كابل- كندهار پر لویه لار زابل کې ټرافیکې پېښې ۴ تنه وژلي


د كابل- كندهار پر لويه لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ د غشي منار په سیمه کې د یوه ۳۰۴ بس او یوه مازدا موټر ترمنځ ترافیکې پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او ۱۱ تنه زخميان شوي دي.

د شهرصفا ولسوال عبدالصمد دُرانی وایي، په وژل شویو کې د ۳۰۴ بس چلوونکی او د هغه زوی چې کلینر و هم شامل دي.

درې سوه څلور ډوله بس د میرویس نیکه ټرانسپورټي شرکت اړوند دی او له کندهار څخه کابل ته روان وو.

XS
SM
MD
LG