د لاسرسي لېنکونه

د ځوانانو جرګه: حکومتي مشران دې افغانستان له پیچلي بحرانه وژغوري


د افغانستان د ځوانانو ملي جرګې د ملي وحدت حکومت پر مشرانو غږ وکړ چې افغانستان دې له اوسني پیچلي بحرانه وژغوري.

د یادې جرګې غړو د چهارشنبې په ورځ کابل کې "افغانستان په بحران کې" کنفرانس کې د نورو غوښتنو ترڅنګ د افغان حکومت له مشرانو وغوښتل چې د سولې موضوع جدي ونیسي او روانې جګړې ته د حل مناسبې لارې پیدا کړي.

د کنفرانس ګډونوالو یو پرېکړه‎لیک هم خپور کړ چې د یادې جرګې یو غړي صفت ځواک ولوست او په یوې برخه کې یې راغلي وو:

"سوله تر ټولو د افغانانو اړین ضرورت دی، حکومت د سولې بهیر ته د یوه عادي موضوع په سترګه ګوري، هسې وخت ضایع کوي، د دولت له ټولو قواوو څخه په جدي ډول هیله کوو چې د سولې د ټینګښت لپاره رښتیني عملي ګامونه پورته کړي."

د سولې او ثبات په اړه له دې وړاندې هم بېلابېلو افغان مدني ټولنو او بنسټونو پر افغان حکومت غږ کړی چې دې برخه کې هڅې وکړي.

په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې چې په دغه هېواد کې امنیتي پېښې ډېرې شوي او د پسرلي په راتګ سره د افغانستان یو شمېر ولایتونه نا امنۍ ګواښي په دې اړه د خلکو اندېښنو زور اخیستی دی.

د افغانستان د ځوانانو ملي جرګه وايي، حکومت دې د سولې د لومړیتبوب ترڅنګ د ځمکنی پشپړتیا د ساتلو، په هېواد کې د افغانیو عامولو او ګڼو نورو اړتیاوو لپاره کار وکړي نه دا چې یوازې د خپل ځان د بقا په فکر کې وي.

د دې جرګې مسؤلین دغه شان وايي چې له روانو حالاتو یوازې عام افغان کړېږي او د حکومت د مشرانو کورنۍله هېواده بهر اسوده ژوند تیروي.

د دې جرګې یو ګډونوال او د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون وايي:

"د حکومت دوه مشران خپل اولادونه خپل مملکت ته نه‎شي راوستلای، نو موږ به فریاد چاته وکړو چې مملکت په کوم بحران کې دی چې ته په‎خپله پرې دومره بې باوره یې نو بل چاته څنګه بلنه ورکوئ چې زما سره دلته کار وکړه. د مهاجرینو سیل ته وایي چې له وطن مه ځئ حالات ډېر ښه دي چې حالات ښه دي نو خپل اولادونه ولې نه راولې؟"

افغان حکومت بیا ویلي چې هېواد کې د هر اړخېز ثبات لپاره په بېلابېلو برخو کې کارونه روان دي خو د دې لپاره چې نتیجې ته رسیدلي وي وخت ته اړتیا ده.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د ولس له غوښتنو خبر دی او د ثبات د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

نوموړی وايي، سوله یو لومړیتوب دی خو دې برخه کې ګڼو خنډونو دا پروسه له بریالیتوبه لرې کړي ده.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په ټوله کې د سولې لپاره هڅې او د سولې راتګ د خلکو اساسي غوښتنې دي او د حکومت په لومړيتوبونو کې ځای لري، حکومت دې برخه کې کوښښ کړی او لا هڅه کوي چې سوله راشي."

د ښاغلي فیصل په خبره د سولې بهیر کې د افغانستان د وګړو او د سیمې د هېوادونو ونډه اړینه ده، خو نوموړي افغانستان ته د حکومت د مشرانو د کورنیو د غړو د راتګ په اړه له څه ونه ویل.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG