د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

افغان کرکټ ملي لوبډلې ۴ ورځنیو سیالیو کې ایرلنډ ته ماته ورکړه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د انټرکانټیننټل جام په مهمه سیالۍ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه او د جدول لومړی مقام یې خپل کړ.

دا څلور ورځنی سیالي د مارچ په ۲۸مه نېټه پیل شوې وه خو افغان بالرانو له وخت یوه ورځ مخکې د ایرلنډ لوبډله دوه ځله وسوځوله او له دې سره یې د یوه پړاو او ۱۷۲ منډو په توپیر لوبه په خپلې بریا پای ته ورسوله.

افغانستان په لومړي لومړي کې ایرلنډ لوبډلې ته ۵۳۷ منډې جوړې کړې وې خو د ایرلنډ لوبډلې په لومړي پړاو کې ۲۶۱ او په دویم کې یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او ټاکلي هدف ته له رسېدو پاتې شو.

محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان په دې لوبه کې اته- اته لوبغاړي وسوځول او د توپ وهنې برخه کې بیا کپتان اضغر ستانکزي ۱۴۵، افسر ځاځي ۱۰۳ او د محمد شهزاد ۸۵ منډې د پام وړ وې.

له دې وړاندې په همدې سفر کې افغانستان له ایرلنډه د شل اوریزو او یو ورځینیو سیالیو جامونه هم ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG