د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۳۶

ننګرهار چارواکي: هوايي حملو ۳۰ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي


د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې خوګياڼو او هسکې مېنې ولسوالیو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۰ تنه د دولت وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقي‎وال ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل، تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ په پيره‎خېلو سیمه کې هوايي برید شوی چې له امله يې ۲۴ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په وژل شوېو کسانو کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عادل هم شامل دی.

مشرقي‎وال وايي، په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ د اوغز سیمه کې هم هوايي برید شوی چې له امله یې شپږ تنه داعشیان وژل شوي چې په وژل شویو کې درې تنه بهرنیان هم شامل دي.

د دولت وسله‎والو مخالفینو د دې بریدونو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه‎دي ويلي.

XS
SM
MD
LG