د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۸

د عراق پلازمینه بغداد کې انتحاري حملې ۱۵ تنه وژلي


د عراق پلازمینه بغداد کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په پرونۍ انتحاري حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵ تنو ته رسیدلی دی.

په دغه حمله کې چې د عراقي چارواکو په وینا بریدکوونکي له چاودیدونکو موادو ډک یو ټانکر د پولیسو له یوې پوستې سره وچاوه چې ۴۵ تنه نور يې ټپیان کړل.

په وژل شویو کې لږ تر لږه درې یې پولیس او نور ټول ملکي وګړي دي.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا پر غاړه نه‎دی اخیستی خو د اسلامي دولت ډلې دا ډول حملې تر خپلي ولکې لاندې موصل کې چې اوس د عراقي ځواکونو عملیات په‎کې جریان لري، ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG