د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

بارو، ټوسک ته د اروپايي ټولنې نه د لندن د وتلو رسمي سند وسپاره


د اروپايي ټولنې لپاره د بریتانيي استازي ټیم بارو پرون بروکسل کې د دې ټولنې د شورا له مشر ډونالډ ټوسک سره ولیدل او له دې اتحاديي څخه د لندن د وتلو رسمي سند يې ورته وسپاره.

دا سند د بریتانيي صدراعظم ټرزامې لاسلیک کړی او په وړاندې کولو سره يې له اروپايي ټولنې څخه په رسمي ډول د بریتانيي د وتلو پروسه پیل شوه.

د اروپايي شورا مشر په خپله ټویټر د بریتانيي له استازي څخه د دې سند د تر لاسه کولو تصویر خپور کړی او ټویټ يې کړی چې له نهو میاشتو وروسته بریتانېي د وتلو سند وړاندې کړ.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک

ډونالډ ټوسک تر دې وروسته خپلو څرګندونو کې وویل:

"هېڅ دلیل نشته چې ووایو نن بروکسل او یا لندن کې د خوښۍ ورځ ده. اکثریت اروپایانو او د بریتانيي نیم رأي ورکوونکو هیله درلوده چې که موږ وکولای شو یو موټی پاتې شو او له یو بل نه جلا نه‎شو. څومره چې ما پورې اړه لري زه به داسې ظاهره نه‎کړم چې نن خوښ یم."

د بریتانيې صدراعظمې ټرزا مې تردې مخکې پارلمان ته په وینا کې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د سند ورسپارل وستایل او هغه يې داسې تاریخي شېبه وګڼله چې په شاه تک نه‎لري.

د بریتانيې خلکو نهه میاشتې وړاندې اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو او یا دا چې له دې اتحاديي ووځي په ټولپوښتنه کې رأيه ورکړه او له اروپايي ټولنې څخه وتل يې تائید کړ.

بریتانیه په ۱۹۷۳ میلادي کال په اروپايي ټولنه کې شامله شوې وه.

XS
SM
MD
LG