د لاسرسي لېنکونه

بهار: د غزني ګېرو ولسوالۍ کې هوايي حملې ۱۱ طالبان وژلي


د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې په هوايي عملیاتو کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند خالد بهار نن ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو په ګېروکې د پوځي اکمالاتو پر کاروان راکټي حملې وکړې او له امله یې، هوايي ځواکونو سیمه بمبار کړه.

په دې حمله کې ۷ تنه وسله وال زخمیان شوي هم دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG