د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د بریتانیې صدراعظمې له اروپايي اتحادیې د وتلو سند لاسلیک کړ


د بریتانيې صدراعظمې تريزا مې يو ليک لاسلیک کړ چې له مخې به يې له اروپایي اتحاديې د بریتانيې د وتلو پروسه په رسمي ډول پیل شي.

د مې دفتر د دغه تاریخي سند د لاسلیک عکسونه خپاره کړي دي.

دا سند به د چهارشنبې په ورځ د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټوسک ته ورکړل شي.

اروپايي اتحاديې ته د بریتانيې سفير «ټيم بارو» به دغه لیک ټوسک ته وړاندي کړي.

دا لیک نهه مياشتې وروسته له هغه لاسليک شو چې بریتانيې له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو لپاره ټولپوښتنې وکړې.

بریتانيې په ۱۹۷۳میلادي کال کې د اروپايي اتحاديې غړيتوب تر لاسه کړی وو.

د مې دفتر په يوه اعلاميه کې وويل چې د چهارشنبې په سهار د کابینې د غونډې تر مشري وروسته به صدراعظمه پارلمان ته وينا کوي او وکيلانو ته به ووايي چې دا به په مذاکراتو کې د اروپايي اتحاديې هېوادونو د وګړو په شمول د بریتانيې د هر وګړي په استازيتوب خبرې کوي.

د مې د دفتر په وینا، ټاکل شوې ده مې به په خپلو خبرو کې ووايي:

"دا زما ټينګار دی چې د دې هېواد د هر کس لپاره تر ټولو ښه موافقه تر لاسه کړم."

د دې سند تر لاسليک مخکې مې د اروپايي شورا له رئیس ډونالډ ټوسک، د اروپايي کمېسیون له رئيس جين کلاود يونکر او د جرمني له صدراعظمې انګېلا مېرکل سره تليفوني خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، دغو مشرانو موافقه وکړه چې مذاکرات مثبته او رغنده لاره ده چې له اروپايي اتحاديې د بریتانيې د وتلو پروسه په ښه توګه تر سره شي.

د اروپايي اتحاديې مشرانو ويلي چې دوی نه غواړي بریتانيې ته له دې بلاکه د وتلو په خاطر سزا ورکړي خو په نورو غړیو هېوادونو کې د اروپايي اتحاديې پر ضد د زياتېدونکو احساساتو له کبله دوی نه غواړي له دې بلاکه وتل يو جذاب انتخاب معرفي کړي.

د مې د ليک تر لاسه کولو څلورويشت ساعته وروسته ټاکل شوې ده ټوسک نورو اوويشتو غړیو هېوادونو ته د مذاکراتو مسوده ور ولېږي.

وروسته به د اروپايي اتحاديې سفيران د دغې مسودې په اړه مذاکراتو ته راټولېږي.

د اپرېل په نهويشتمه سرمشريزه کې ټاکل شوې ده د اروپايي اتحاديې مشران اروپايي کمېسیون ته له لندن سره د مذاکراتو ماموريت وسپاري.

بربتانيه يوازينی هېواد دی چې د اروپايي اتحاديې د موافقې پنځوسمه ماده فعاله کوي چې له مخې به يې دواړه لوري يعنی اروپايي اتحاديه او وتونکی هېواد دوه کاله وخت ولري چې یوې موافقې ته سره ورسېږي.

مذاکرات پراخېدای شي، خو باید د اروپايي اتحاديې ټول اوويشت هېوادونه يې تائید کړي.

XS
SM
MD
LG