د لاسرسي لېنکونه

نظرپوښتنه: روسيه کې ځیني خلک باور لري چې پوتين د فساد مسؤل دى


د يوې نوې نظرپوښتنې پر اساس، په روسيه کې څه باندې دوه پر درېيمه برخه خلک په دې باور دي چې د دغه هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين يا "په بشپړ ډول" يا هم "تر ډېره" په دولتي چارواکو کې د اداري فساد مسؤل دى.

دغه نظرپوښتنه د ليوادا مرکز له‌خوا ترسره شوې ده.

د دې نظرپوښتنې له مخې چې پرون خپره شوې، د روسيې ۷۹ فيصده وګړي په دې باور دي چې اداري فساد دولتي بنسټونه په بشپړ يا هم په زياته پيمانه اغېزمن کړي دي.

په همدې حال کې ٦ فيصده پوښتل شويو کسانو له دې موضوع سره رضايت څرګنده کړې چې پوتين د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه نه‌کوي، ځکه دى خپله ورڅخه په يو نه، يو ډول شخصي ګټه اخلي.

درې ورځې مخکې د روسيې زرګونه اوسېدونکي د دغه هېواد په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد په اعتراض لارو کوڅو ته په مظاهره ووتل.

تر دې څو اوونۍ مخکې د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني يوه څېړنه خپره کړې چې په‌کې ادعا شوې صدراعظم ډیميټري مېدوېدېف اداري فساد کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG