د لاسرسي لېنکونه

ټاوسنډ: ائتلاف ښايي پر موصل وروستۍ حمله کې رول ولري


په عراق کې د امريکا يوه لوړ رتبه قوماندان وويل، د امريکا په رهبرۍ ائتلاف ښايي په هغو هوايي حملو کې رول ولري چې له کبله‌يې موصل کې ځيني کسان وژل شوي دي.

امريکايي چارواکو دا منلې چې ائتلافي ځواکونو موصل کې په هغې هوايي حمله کې لاس درلود چې ١٢ ورځې مخکې يې چې په نتيجه کې څه باندې ١٥٠ ملکيان ووژل شول، خو تر اوسه‌يې په هغه حمله کې د ملکيانو وژنه نه‌تائيدوله.

په عراق کې د امريکا جګپوړي قوماندان ډګر جنرال سټيفن ټاوسنډ پرون د امريکا په دفاع وزارت کې يوې خبري غونډې ته وويل، لومړنۍ ارزونې ښيي چې موږ ښايي په هغو تلفاتو کې رول درلود.

دغه جنرال د بخښنې نړيوال سازمان د دوشنبې ورځې هغه تورونه رد کړل چې په‌کې ويل شوي، د امريکا په رهبرۍ ائتلاف په موصل کې د داعش د سخت دريځو پر ضد خپله جګړه شديده کړې، خو د ملکيانو د خونديتوب لپاره‌يې حفاظتي تدابير سست شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون وويل له کله چې په موصل کې تېره مياشت د داعش د سخت دريځو پر ضد تازه عمليات پيل شوي، تر اوسه‌يې په نتيجه کې تر ٣٠٠ ډېر ملکيان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG