د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۵ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۳۱

امريکا ناټو تړون کې مونته‌نګرو ته د تائيد رأيه ورکړه


د امريکا مشرانو جرګې په ناټو تړون کې د شاملېدو لپاره د مونته‌نګرو پېشنهاد ته د تائيد نهايي رأيه ورکړه.

د دې تړون دغه پراختيا ښايي د روسيې غوسه وپاروي.

سناتورانو پرون په قاطع اکثريت ناټو تړون کې د بالکان حوزې د دغه هېواد د شاملېدو په پلوي رأيه ورکړه.

د دغه پوځي تړون دوه نور غړي هېوادونه هسپانيا او هالنډ هم بايد دغه پېشنهاد ته رأيه ورکړي، خو تر اوسه د امريکا رأيه ډېره مهمه ګڼل کېدله.

XS
SM
MD
LG