د لاسرسي لېنکونه

ټېلرسن به د ناټو غونډه کې پر روسيې د فشار پر اړتيا خبرې وکړي


د امريکا يوه لوړ رتبه چارواکي ويلي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن به د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې غونډه کې پر روسيې د فشار پر اړتيا خبرې وکړي.

پر روسيې د فشار غوښتنه د ګاونډيو هېوادونو په وړاندې د مسکو د تهاجم له کبله شوې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه عالي رتبه مقام، د نوم نه‌ښودلو په شرط دا څرګندونې پرون له خبريالانو سره د ټیليفون له لارې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې رکس ټېلرسن بروکسل ته روان دى، څو د جمعې په ورځ د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې برخه واخلي.

د بهرنيو چارو وزارت دغه مقام ويلي، ټېلرسن به د ناټو تړون له چارواکو سره د اوکراين ختيځ کې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره پر ګډو ژمنو او پر روسيې د ناټو د فشار پر دوام بحث وکړي چې د ګاونډيو هېوادونو په وړاندې خپل تهاجم پاى ته ورسوي او خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د اوکراين په تړاو يې د مېنسک په موافقه کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG