د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۹

سنګري: ارزګان کې د "خالد" عملیاتو ۲۵ وسله‎وال طالبان وژلي


د ارزګان سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې يې د خالد په نوم عملیات پیل کړي چې وسله‎وال طالبان‌يې سخت ځپلي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ‌يې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ لوېدیځ لوري کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له‎خوا د خالد په نوم عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې يې د وسله‌والو طالبانو د یوه مهم قوماندان تور خالد په ګډون ۲۵ وسله‎وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

ښاغلي سنګري زیاته کړه:

"ارزګان کې وسله‎وال طالبان اوس د مخامخ جګړې توان نه‎لري او د خلکو کورونه د سنګر په توګه کاروي، ولې موږ هېڅ‎کله هم ملکيانو ته زیان نه‎اړوو."

ښاغلي سنګري دا هم وویل چې د یادو عملیاتو پر مهال‌یې ۵ کېلو متره وسله‎وال طالبان په شا تمبولي او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند شمال لوېدیځ برخه کې د ګاومارګیانو او خاکریز نومې سیمې هم له وسله‎والو طالبانو څخه تصفیه کړي دي.

له دې سره د ولسمشر سلاکار وزیر محمد قسیم پوپل د افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ تائیدوي.

نوموړي چې خپله د افغان امنیتي ځواکونو سره عملیاتو کې برخه اخیستې وه له خلکو غوښتنه وکړه چې د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ښاغلي پوپل زیاته کړه:

"زما غوښتنه له وسله‎والو طالبانو څخه دا ده چې نور دې د پرديو په لمسون نه‌جنګېږي او د سولې لار دې خپله کړي."

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کسان چې سیمې يې تازه د وسله‎والو طالبانو له شتونه پاکې شوي له دولته خوښ دي.

دوی له دولته غوښتنه وکړه چې روانې جګړې سخت مالي زیانونه وراړولي او باید مرسته ورسره وکړي.

بل‌خوا وسله‎والو طالبانو د یادو عملیاتو په اړه تر اوسه څه نه‎دي ویلي، خو افغان امنیتي ځواکونه وايي چې دوی ته کوم زیان نه‎دی اوښتی.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ هم د ارزګان امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د ۵ وسله‌والو طالبانو د وژلو خبر ورکړی و.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG