افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د غړیتوب ترلاسه کولو ته خوشبینه دی.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هڅې څو میاشتې مخکې د دغه غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له کاندیدو سره سم پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د سې شنبې په ورځ امریکا ته د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د سفر د جزئیاتو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې ښاغلي رباني د خپل سفر په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره کتلي او له هغهیې غوښتې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیتوب په ترلاسه کولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ښاغلي مستغني هیله وښوده چې د دې شورا د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره هڅې به نتیجه ورکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان له لوري د لابيګرۍ بریالي بهیر ته په پام چې په دې برخه کې یې کړي، د افغانستان دولت او بهرنیو چارو وزارت هیلهمند دی څو افغانستان دې هیلې ته ورسېږي او د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ میلادی کاله پورې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړیتوب ترلاسه کړي."
ښاغلی مستغني همداراز وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د لیدلو سربېره د امریکا له دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، ملي امنیت سلاکار او د کانګرس له یو شمېر غړو سره هم لیدلي دي.
د هغه په خبره امریکايي چارواکو د امنیت تر څنګ په ټولو برخو کې د کابل او واشنګټن تر منځ د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
د بشري حقونو شورا د ملګرو ملتونو سازمان له ارګانونو څخه دی چې په ۲۰۰۶ میلادی کالیې د جوړېدو پرېکړهلیک د دغه سازمان د عمومي مجمعې لهخوا تصویب شو.
د بشري حقونو ملاتړ او پرمختک تهیې ژمنتیا د دې شورا د غړیتوب د ترلاسه کولو عمده شرایط دي او که چېرې د دغې شورا کوم غړی هېواد په منظم ډول بشري حقونه نقض کړي د ملګرو ملتونو عمومي مجمع کولای شي چې ترې غړیتوب واخلي.
هاخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د افغانستان له هڅو هرکلی کوي.
د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل:
"د دولت دغه ګام ستایو او دا د افغانستان د وګړو د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې یو ګام دی، همداراز د بشري حقونو په برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته د دولت پام راګرځوي او په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په ښهوالي کې دا یو ښه ګام دی."
د ښاغلي صدیقي په خبره که څه هم په افغانستان کې د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې ډېرې ستونزې موجودې دي خو بیا هم د افغانستان دولت د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې ځېنې اقدامات ترسره کړي دي.
هغه وايي، افغان حکومت باید د دغې شورا د غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې نور اقدامات هم وکړي.
راپور: عبادالله حنانزی