د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ وږی ۱۳۹۶ سیمه ییزوخت ۰۷:۵۶

بایومټریک پاسپورټ لرونکي ګورجيان له ویزې پرته اروپا ته سفر کولای شي


سر له نن نه د ګورجستان هغه اتباع چې بایومټریک پاسپورټ لري کولای شي اکثرو اروپايي هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

ګورجستان چې له اوږدې مودې راهیسې يې له اروپايي ټولنې سره نېږدې اړیکې غوښتلې په ډېره لېوالتیا د دې ورځې انتظار درلود.

د اروپايي ټولنې اکثرو هېوادونو ته د ګورجستان د اتباعو د ویزې پرته سفر دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې ده چې روسیه هغه هېواد کې د ۲۰۰۸ کال له جګړې وروسته د خپل نفوذ د پراخوالو زیاته هڅه کوي.

د اروپايي ټولنې له پرېکړې سره سم ګورجي اتباع کولای شي له بریتانيې او ایرلنډ پرته نورو ټولو هېوادونو ته په بایومټریک پاسپورټ پرته له ویزې سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG