د لاسرسي لېنکونه

وزیري: یو لړ عملیاتو کې ۳۲۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې په یو لړ عملیاتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۲۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي او ۱۷۸ ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دغو عملیاتو کې ۱۵۰ کومانډو، ۶ عمومي او ۷ د شپې عملیات شامل دي.

نوموړی وايي:

"د دښمن ۳۲۰ تنه وژل شوي، ۷۸ ټپيان شوي او څلور تنه د دښمن نیول شوي."

هغه زیاته کړه په وژل شویو کې ۳۳ داعش جنګیالي او ۷ د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي شامل دي.

XS
SM
MD
LG