د لاسرسي لېنکونه

د ټرمپ زوم د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې پوښتنې ځوابوي


د امریکا کانګرس د سنا د استخباراتو کمېټې تائید کړه چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ زوم او د هغه لوړ رتبه سلاکار جرد کوشنر به په داوطلبانه ډول د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې اړوند تحقیقاتو پوښتنې ځواب کړي.

د سنا د استخباراتو کمېټې مشر ریچارډ بار او د ډموکرات ګوند مخکښ غړي مارک وارنر پرون په خپل ګډ بیان کې هیله څرګنده کړه چې کوشنر به په کمېټه کې پورته شوې پوښتنې ځواب کړي.

دا تر اوسه نه‌ده معلومه چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې اړوند روانو تحقیقاتو کې د ټرمپ زوم او د هغه سلاکار به کله د سنا د استخباراتو کمېټې پر وړاندې حاضر شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې جرد کوشنر د جمهوري ریاست د چارو د انتقال په ورځو کې د روسيې له سفیر سره یو ځل کتنه کړې ده.

نیویارک ټایمز وايي، د روسيې سفیر سرګي کیسلیاک د دوهمې کتنې غوښتنه هم کړې وه چې د ټرمپ زوم کوشنر بیا خپل یو سلاکار ورته استولی و.

سپینې ماڼۍ واشنګټن کې د روسيې له سفیر سره د ولسمشر ټرمپ د زوم کتنه تائید کړې ده خو وايي چې دا کتنه انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې له موضوع سره کوم تړاو نه‌لري.

XS
SM
MD
LG