د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۰۹

روحاني د اړیکو د ټینګښت په هدف د خبرو لپاره مسکو کې دی


د ایران ولسمشر حسن روحاني له روسي مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لاټینګښت په هدف د خبرو لپاره په مسکو کې دی.

حسن روحاني پرون د روسيې له صدراعظم ډیمیټري مېدوېدېف سره وکتل او تمه ده چې نن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وویني.

مېدوېدېف له روحاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل، دی باور لري چې مسکو ته د ایران د ولسمشر دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو نوی باب پرانیزي.

د ایران او روسيې مشرانو د خبرو زیات تمرکز تهران ته د مسکو د پوځي مرستو او د ایران د انرژۍ په سکټور کې د روسيې د پانګونې پر مسئله دی.

XS
SM
MD
LG