د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۱۰

د امریکا سنا ناټو کې د مونټینګرو د غړيتوب پر غوښتنه کار کوي


د امریکا سنا پرون د رأیو په قاطع اکثریت پرېکړه وکړه چې ناټو کې د مونټینګرو د غړيتوب پر غوښتنه به کار وکړي.

دا پرېکړه به په ناټو کې د بالکان د دې هېواد غړیتوب ته لار پرانیزي.

ناټو کې د مونټینګرو د غړیتوب په اړه د بحثونو د پای ته رسولو طرحې ته ۹۷ سناتورانو مثبتې او یوازې دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو رنډ پاول او مایک لي مخالفې رأیې ورکړې چې دا د روانې اوونۍ په پای کې د وروستۍ رأیې اخیستو ته لاره پرانیزي.

له وروستۍ رأیې وروسته به اسپانیا د ناټو یوازنی غړی هېواد وي چې باید ناټو کې له رسمي غړیتوب مخکې د مونټینګرو غوښتنه تائید کړي.

مسکو چې ناټو کې د هر هېواد له غړیتوب سره مخالفت څرګند کړی، د مونټینګرو له دې غوښتنې څخه هم نارضایتي ښودلې.

XS
SM
MD
LG