د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

۳ امنیتي چارواکي د ولسي جرګې له اسیتضاح بریالي ووتل


پر سردار محمد داوود خان روغتون باندې د حملې د مخنیوي په مدیریت کې کمزورتیا او د سرتېرو د تلفاتو د زیاتوالي په تړاو ولسي جرګې د امنیتي سکټور مشران استیضاح کړل.

وکیلانو تور پورې کړ چې د امنیتي سکټور مسؤلین بې‌کفایته دي او نه‎دي توانېدلي چې خپلې دندې ښې پر مخ یوسي.

د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد او د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل چې وروسته بیا وکیلانو د رأیو د صندوقونو د اېښودلو پرېکړه وکړه.

د دوشنبې ورځې دغه استيضاحیه غونډه کې ۲۰۵ وکیلان حاضر وو او د وکیلانو پنځوس جمعه یو رأیه ۱۰۳ د باور رأیه کېدله.

د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي ۱۰۶، د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد ۱۲۰ او د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي ۱۲۹ د باور رأیې خپلې کړې.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د رأیو پایلې داسې اعلان کړې:

"درنو وکيلانو محترم ستر جنرال عبدالله خان حبیبي د دفاع وزیر په توګه او همدارنګه محترم ستر جنرال تاج محمد جاهد د کورنیو چارو وزیر او معصوم ستانکزی د ملي امنیت عمومي رئیس په توګه په خپلو دندو پاتې شول او دوی وتوانېدل چې له ولسي جرګې د باور رأیې ترلاسه کړي."

نېږدې درې اوونۍ وړاندې وسله‎‎وال کسان کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون ته په ننوتلو بریالي شول چې د شااوخوا اووه ساعته جګړې په ترڅ کې یې ۴۹ کسان چې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې روغتیايي کارکوونکي او ناروغان وو، ووژل.

د دې پېښې مسؤلیت چې له سلو ډېر نور کسان په‎کې ټپيان شوي وو داعش وسله‎والې ډلې پر ځان ومانه.

د دفاع وزیر عبدالله خان حبیبي د وکیلانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې پر سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په تور ۲۳ کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي او د پاتې نورو په اړه پلټنې روانې دي چې په دوو اوونیو کې به‌یې بشپړ معلومات له خلکو سره شریک شي.

خو د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزي وکیلانو ته وویل چې په دې اړه له وخته مخکې معلومات ورکول د پلټنو په پایلو ناوړه اغېز کوي.

د یکشنبې په ورځ د افغانستان مشرانو جرګې د ورته موضوعاتو په تړاو هم د امنیتي سکټور مشران استجواب کړي وو.

د چارو کارپوهان وايي چې د ولسي جرګې ځینو غړو له حکومت سره معامله کړې او د حکومت د غوښتنې له امله‌یې د امنیتي سکټور مشرانو ته د باور رأیه ورکړه.

د ولسي جرګې پخواني غړي او د چارو کارپوه کبیر رنجبر ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"زه خبر یم ولسمشر پرون دوی راغوښتي وو، له دوی سره‌یې لیدنه درلوده، دلایل‌یې ورته ویلي و او له دوی نه‌یې غوښتنه کړې وه چې امنیتي چارواکو ته د عدم اعتماد رأیه مه‌ورکوئ."

د ولسي جرګې پخوانی غړي او د چارو کارپوه کبیر رنجبر
د ولسي جرګې پخوانی غړي او د چارو کارپوه کبیر رنجبر

ښاغلی رنجبر زیاتوي هغه کسان چې په سردار محمد داوود خان روغتون د حملې په مخنیوي کې پاتې راغلي باید استعفا ورکړي.

ځکه د ده په وینا دغې حملې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه افغان حکومت ننګولی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG