د لاسرسي لېنکونه

د بلخ امنیتي چارواکو يو هلک د خپل پلار د وژلو په تور نیولی


د بلخ امنیتي چارواکو يو هلک د خپل پلار د وژلو په تور نیولی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ امر عبدالرزاق قادري نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کس وحیدالله نومېږي او تېره ورځ خپل پلار د مزار شریف د دایمي حوزې په مربوطاتو کې د وسلې په وسله وژلی دی.

د بلخ امنیتي چارواکي د دغې پېښې علت کورني اختلافات ګڼي او وایي چې دا مهال له تورن کسه څېړنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG