د لاسرسي لېنکونه

ولسي جرګې استیضاح شویو چارواکو ته د رأیو صندقونه کېښودل


ولسي جرګې استیضاح شویو لوړپوړو امنیتي چارواکو ته د رأیو ورکولو صندقونه کېښودل.

د جرګې غړو له اوږدو بحثونو وروسته نن پرېکړه وکړه چې د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او دغه‌راز د ملي امنیت عمومي رئيس ته به د قناعت او یا عدم قناعت رأیې ورکړي.

ولسي جرګې لوړ رتبه امنيتي چارواکي افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کړي دي.

نېږدې ۲۰ ورځې مخکې کابل کې پر دغه پوځي روغتون حملې شااوخوا ٥٠ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.

XS
SM
MD
LG