د لاسرسي لېنکونه

خوګیاڼی: وسله‌والو د ننګرهار بټي‌کوټ کې د واکسین مرکز سوځولی


په ننګرهار ولایت کې ناڅرګنده وسله‌والو د پولیو ضد واکسین مرکز سوځولی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د بټي‌کوټ ولسوالۍ په چهاردي سیمه کې تېره شپه نا څرګنده وسله‌والو په روغتون کې د پولیو ضد واکسین د ترسره کولو مرکز سوځولی چې په‌کې د واکسین بېلابېل توکي له‌منځه تللي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی او په خبره‌يې دا هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې یاد وسله‌وال کومې ‌‌‌‌‌‌ډلې پورې تړلي وو.

تر اوسه هېڅ کومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې تېره ورځ په ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین کمپاين پيل شوی.

XS
SM
MD
LG