د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۹

ناامنیو غور او کندهار کې سلګونه کورنۍ کډو کولو ته اړ ایستي


د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په غور او کندهار ولايتونو کې سلګونه کورنۍ د ناامنيو له کبله مجبوره شوي نورو ځايونو ته کډه شي.

د دغه وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د دوو غير مسؤله وسله‌والو قوماندانانو د غړو تر منځ د جګړې له کبله د غور له شهرک ولسوالۍ ١٠٨ کورنۍ د دې ولسوالۍ يوې نسبتاً امن سيمې ته کډه شوي دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د تېرې اوونۍ له شنبې راهيسې د کندهار له نېش ولسوالۍ هم ٨١٣ کورنۍ د ارزګان مرکز ترينکوټ ته کډه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کندهار او غور کې به د مرستو د وېش لپاره د دغو بې‌ځايه شويو کورنيو سروې پيل شي.

XS
SM
MD
LG