په لندن کې چارواکي وایي، دوی ښایي هېڅکله هم پوه نهشي چې ۵۲ کلن بریتانیایي د بریتانیا پارلمان ته نېږدې ترورېستي حمله چې د یوه پولیس په ګډون څلور تنهیې ووژل ولې کړې وه او انګېزهیې څه وه؟
پولیسو د دغې ترورېستي حملې د تنظیمولو په تور ۱۱ مشکوک کسان نیولي وو، خو تر شنبې ورځې یې یوازې یو په توقیف کې و.
چارواکو د شنبې په ورځ بیا له خلکو غوښتنه وکړه چې که د خالد مسعود په اړه چې په کومه انګېزهیې دغه حمله ترسره کړې، معلومات ولري له دوی سره دې شریک کړي.
د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي نیل باسو «Neil Basu» وویل، په دې اړه زموږ څېړنه دوام لري، زه د هغه ملاتړ منندوی یم چې عامو خلکو راسره کړی خو زه د نورې مرستې غوښتنه کوم.
ښاغلي باسو زیاته کړه، موږ ټول باید دا ومنو چې د دې احتمال شته چې ښایي په دې هېڅکله هم پوه نهشو چې هغه دغه حمله ولې ترسره کړه؟ د دې خبرې درک ښایي له هغه سره یوځای مړ شوی وي.
په برمنګهم کې چېرې چې مسعود اوسېده یو ۵۸ کلن مشکوک د هغو ۱۱ کسانو له ډلې چې د دغې حملې په تنظیمولو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، یوازنی مشکوک کس دی چې د شنبې ورځې تر ناوخته پورې په توقیف کې و.
د لسو خوشې شویو په ډله کې یوه ۳۲ کلنه ښځه په ضمانت خوشې شوې او نور ټول داسې خوشې شوي چې په وړاندې یې نور اقدامات نهکېږي.
مسعود چې مسلمان شوی او د جرمونو سابقهیې لرله، یوازې په ۸۲ ثانیو کې دغه حمله ترسره کړه.
خپل موټر یې د وېسټ منسټر په پله پر لارویانو وخېژاوه او وروستهیې د پارلمان له کټارې سره ټکر ورکړ.
هغه یو بېوسلې پولیس چې د پارلمان د کټارې دروازهیې څارله په چړې وواهه چې وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو.
د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ادارې چارواکي نیل باسو وویل، که هغه په یوازې سر دا عمل سرته رسولی وي موږ بیا هم دې ته اړتیا لرو چې دا بېخي روښانه شي چې ده دغه د نهویلو عمل ولې وکړ تر څو د لندن اوسېدونکي ډاډمن شي او هم هغو کورنیو ته چې عزیزانیې په دغې وحشیانه حمله کې وژل شوي یا ټپیان شوي، ځواب پیدا شي.
د یادونې وړ ده چې د دغې حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش په غاړه اخیستی دی.