د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

امریکايي چارواکو ومنله چې ائتلافي ځواکونو موصل کې بمباري کړې


امریکایي چارواکو ومنله چې عراق کې ائتلافي ځواکونو د مارچ په ۱۷مه په موصل کې بمباري کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو ویلي چې په دغې بمباري کې له ۲۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

په هغه بیان کې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د شنبې په ورځ خپور کړی ویل شوي چې دغه بمباري د عراقي امنیتي ځواکونو په غوښتنه شوې چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله‎وال او د هغوی وسایل او تجهیزات په نښه کړي.

د ائتلاف چارواکو وژنې نه‎دي تائید کړي خو ویلي یې دي چې دغه حمله د موصل په لوېدیځ کې پر هغه ځای چې د ملکي تلفاتو ادعا شوې، شوې ده.

چارواکو دا هم نه‎دي ویلي چې د ائتلاف کوم غړي هېواد دغه بمباري کړې ده.

دغه بیان وروسته له هغې خپرېږي چې عراقي ځواکونو د شنبې په ورځ د موصل د لوېدیځې برخې د بېرته نیولو لپاره خپل عملیات ملکیانو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د اوښتو له امله ودرول.

ښایي دغه پېښه د دغې پرېکړې سبب شوې وي.

دا چې په هغه شپه د موصل په الجدیده سیمه کې څه پېښ شول تر اوسه روښانه نه‎دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، ائتلاف په هوایي برید کې له چاودېدونکو مواد ډکه یوه لارۍ ویشتې چې د چاودېدونکو موادو په چوولو سره‌یې څو ودانۍ چې کورنۍ په‎کې اوسېدې راونړېدې.

د دغې پېښې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته امریکایي پوځي چارواکو وویل چې دوی ډاډه نه‎دي چې امریکایي ځواکونو به دغه حمله کړې وي.

دغو چارواکو چې نومونه‌یې نه‎دي ښودل شوي ویلي چې د دغې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې تر څو د دغې حملې څرنګوالی او د ملکي تلفاتو د ادعاوو سپیناوی وکړي.

عبدالستار الحبو «Abdul Sattar al-Habbo» چې په موصل کې د ژغورنې د هڅو د څارنې مسؤل دی وویل چې د نړېدلو ودانیو له خاورو خښتو لاندې د ۲۴۰ کسانو مړي را ایستل شوي دي.

د موصل لوېدېځ چې عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وروستی پیاوړی مرکز دی، د عراق حکومتي ځواکونه‌یې د بېرته نیولو لپاره په روانو عملیاتو کې د امریکایي ځواکونو له هوایي ملاتړه برخمن دي.

اټکل کېږي چې د موصل په لوېدیځه برخه کې به د ۶۵۰ زرو او ۸۰۰ زرو کسانو تر منځ ژوند کوي چې شااوخوا دوه زره وسله‎وال هم په‎کې ګډ شوي دي.

XS
SM
MD
LG