د لاسرسي لېنکونه

چارواکي: تېره شپه د ننګرهار بهسودو کې پر امنیتي پوستې حمله شوې


د ننګرهار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي بهسودو ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستې د برید له امله د دوو ملکي وګړو په ګډون دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د بهسودو ولسوالۍ اړوند د نجم‌الدین اخندزاده څلور لارې سیمه کې د کانال ټولي اړوند یوه پوسته باندې تېره شپه ماښام شاوخوا ۷ بجې د دولت وسله‌والو مخالفینو له لوري نښته شوې.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په دې نښته کې د وسله‌والو برید کې دوه ملکي وګړي او دوه پولیس وژل شوي او یو تن زخمي دی.

نوموړی وايي، د پولیسو په ځوابیه ‌‌‌‌‌‌ډزو کې د دولت وسله‌وال مخالفین هم وژل شوي خو په خبره‌يې کره شمېره نه‌ده معلومه.

تر اوسه نه‌ده معلومه چې دا بریدګر د کومې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG