د لاسرسي لېنکونه

سنګري: ارزګان کې د تېرې شپې نښته کې ۷ طالبان وژل شوي


د ارزګان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ ختیځه سیمه کې د تېرې شپې نښته کې اووه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د ترینکوټ په ختیځه برخه شامنصور سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې تر سهاره‌يې دوام درلود چې په پایله کې یې اووه وسله‎وال طالبان ووژل شول او یو شمېر نور يې ټپیان شول.

د نوموړي په وینا په نښته کې ۴ ملي پولیس هم سطحي ټپیان شوي دي.

قوماندان زیاتوي چې که څه هم د تېرې شپې نښته کې کومه امنیتي پوسته نه‎ده سقوط شوې خو یوه امنیتي پوسته یو څه زیانمنه شوې او اوس‌يې دوی په بیا جوړولو بوخت دي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې امنیتي مسؤلينو د ترینکوټ په شمال لوېدیځه برخه کې له خپلو امنیتي پوستو د لیدنې پر مهال ویلي وو چې دوی د پسرلي موسم په راتلو سره نوي عملیات پلان کړي او ژر به‌يې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG